یو پروفیسور خپلو زده کوونکو ته د بازار موندنې په اړه تشریح کوي چې دوی ته د حقیقت خندونکي مثالونه وړاندې کوي

یو پروفیسور خپلو زده کوونکو ته د بازار موندنې په اړه تشریح کوي چې دوی ته د حقیقت خندونکي مثالونه وړاندې کړل:

۱- په یوه محفل کې دې یوه ښکلې نجلۍ ولیده، ورته ورغلې او ورته دې وویل: "زه شتمن یم، له ما سره واده وکړه" دا مستقیم بازار موندنه ده.

۲- په یوه محفل کې دې یوه ښایسته نجلۍ ولیده، یو ملګری دې ورغی، هغه درته اشاره وکړه، ورته یې وویل: هغع مالداره دی، واده ورسره وکړه. دا اعلان دی.

۳- یوه ښکلې نجلۍ درته راغله او ورته یې وویل: ته شتمن یې، له ما سره واده وکړه! "دا د #مخصول پیژندنه ده"

۴- تا ورته وویل "زه شتمن یم، واده راسره وکړه" او هغې په مخ درنه څپېړه درکړه، دا د مشتري نظر دی 

۵- ته هغې ته ورغلې، مخکې له دې چې څه دې وویل، بل کس راغی، ویل یې "زه شتمن یم واده راسره وکړه" دا سیالي ده.

۶- تا ورته وړاندیز وکړ او هغه دې خپل خاوند ته معرفي کړ، دا د عرضې او تقاضا ترمنځ تشه ده.

۷- ته ورته لاړې او مخکې له دې چې څه ووایې ښځه دې راغله، دا هغه محدودیتونه دي چې نوي بازارونو ته دې د ننوتلو مخه نیسي. 
ډیالوګ

تنظیمات که تنځیمات

تنظیمات که تنځیمات؟ تنځیمات په اصل کې د انګلیسي ژبې Setting مانا ده، چې په عربي ژبه کې بل ډول لیکل کېږي ، لکه په (ظ) توري خو په پښتو ژبه کې ...