څنګه دې په دې دکان کې سترګې خښې کړي، څه شي کې فکر کوې؟
ماشوم ځواب ورکړ" له الله نه غواړم چې دغسې یوه جوړه بوټان راکړې"
مېرمنې ماشوم له لاسه ونیوه، مارکیټ ته ورننوتله، پلورونکي ته یې وویل، 6 جوړه جورابې راکړه، ګرمې اوبه هم راوړه، مېرمنې د ماشوم پښې ووینځلې، پلورنکي جورابي ورکړې، یوه جوړه یې خپله واغوستي او پنځه یې ماشوم ته ورکړې، او هم هغه بوټان یې ورته واخیستل چې ماشوم ورته یاد کړي و،په سر یې ورته لاس راکش کړ، بیا یې وویل، بې له شکه چې اوس به ښه احساس لرې.
مېرمن ترې وګرځېده او روانه شوه، دې وخت کې ماشوم له لاس نه راکش کړه، سترګې یې له اوښکو ډکې وې، بیا یې ترې پوښتنه وکړه:
- ته د رب مېرمن یې؟
#عبرت
(ما سره د الله تعالی په اړه مه غږېږه، ما پرېږده چې ستا په عمل کې یې ووینم).
Obaid Mosam