د سرو زرو خبرې
۱. د یوه معلول انسان خوا کې په چټکتیا په لاره مه ځئ
۲. د بورې مور او هغه کس تر مخ چې زوی یې مړ شوی وي خپل زوی مه ښکلوﺉ
۳. د یوه غریب کس مخې ته د خپلې شتمتۍ کیسه مه کوﺉ۔
۴. له یتیم څخه هیڅکله د هغه د پلار د مرګ څرنګوالی مه پوښتﺉ۔
۵.تر هیچا ځان لوړ مه ګڼي
۶. هیڅ وخت د چا له مور و پلار څخه د هغوی د اولاد د مرګ سبب مه پوښتي۔
۷. هیڅکله له هغه کس څخه چې بیکاره دی د نورو تر مخ پوښتنه مه کوﺉ چې ولې کار نه کوې .
۸. که له کوم بیوزله کس سره مرسته کوﺉ مخکې له دې چې هغه یې درڅخه وغواړي د نورو له موجودیت پرته ور سره مرسته وکړﺉ د هغه کرامت او عزت نفس وساتﺉ۔
۹. د نورو د خندولو لپاره هیڅ وخت پخپل دوست ملنډې مه وهﺉ۔
۱۱. ناروغي قسمت او سرنوشت دی خو علاج یې ستاسې په تصمیم او اراده پورې اړه لري.
۱۲. واده قسمت او برخلیک دی اما طلاق ستاسې په تصمیم او اراده پورې اړه لري۔
۱۳. ستاسې په ژوند کې د ځینو اشخاصو شتون قسمت او سرنوشت دی خو ساتل یې ستاسې کار دی۔
۱۴. تاسې که د قسمت او سرنوشت واک نه لرﺉ خو د پریکړې او ارادې څښتنان تاسې یاست۔
۱۵. شخصیت داسې دی لکه ونه او شهرت یې لکه سیوری، سیوری هغه څه دی چې تاسې فکر کوﺉ او ونه واقعي ده۔
۱۶. لومړی کس چې بښنه غواړي تر ټولو زړه ور دی۔
۱۷. لومړی کس چې بښنه کوي تر ټولو پیاوړی دی۔
۱۸. لومړی کس چې بدۍ هیروي تر ټولو خوشحاله کس دی۔
۱۹.هیڅوک نه شي کولی دوستي او ملګرتیا معنا کړي خو د وخت تیریدل یې ثابتوي۔
۲۰. هیڅ شی د ژبې زخم نه شي جوړولی نو له خپلو خبرو سره پام کوﺉ، څوک مه خواشینی کوﺉ۔
۲۱. دومره ښه او مهربانه شﺉ چې د نورو غلطۍ وبښﺉ خو دومره مه ساده کیږﺉ چې بیا پر هغه باور وکړﺉ۔
۲۲. که د خپګان احساس لرﺉ، پرون مو نه دی هیر کړی۔
۲۳. او که تشویش لرﺉ د سبا له غمه نه یاست را وتلي( په نن کې ژوند وکړﺉ)
ژباړه او لنډیز: علم ګل سحر