Pashto Grammar Hub
Pashto Grammar Hub is dedicated to helping learners, teachers, and language enthusiasts understand the fundamentals and nuances of Pashto Grammar. from basic sentence structure to advanced syntax, this blog offers simplified lessons, examples, and cultural insights.
بخښنه که بښنه؟
Gimini جمیني که ( جیمینای)؟
په پښتو ادب کې Gimini نوم پښتو غږ « جیمینای» کارول کېږي، دا ځکه کله چې دلته اږود په حالت ختمېږي.
ډېری کسان دا په (جیمیني )لیکي دا بڼه بلکل ناسمه ده او باید له کارولو یې ډډه وشي.
پښتو ادب کې غږونه د هغه انداز او د ټولنې د ژبې اساساتو پر بنسټ منظم شوې دي، او باید هغه ډول وکارول شي.
اخځلیک
د افغانستان علومو اکاډومۍ پښتو نړیوال ستومالوژۍ د تور غږ او پېژندلو اداره.
پښتو ژبه او په ټولنیزو رسنیو کې ناسمه املا – یو نوی ګواښ
لیکونکی: عمر صدیقي
نېټه: 10/12/2024
پښتو ژبه او په ټولنیزو رسنیو کې ناسمه املا – یو نوي ګواښ
په تېرو څو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو لکه فېسبوک، ټویټر، او انسټاګرام پراختیا د خلکو د اړیکو او افکارو شریکولو لپاره لویه اسانتیا رامنځته کړې ده. خو له دې سره سره، په دې رسنیو کې د پښتو ژبې ناسمه لیکنه د ژبې د قواعدو او اصولو لپاره یو جدي ننګونه ګرځېدلې ده.
لومړی زیان: د کره پښتو کمزوري کېدل
په ټولنیزو رسنیو کې اکثر خلک د پښتو ژبې کره قواعد نه مراعتوي. د املا او ګرامر غلطۍ په دې لیکنو کې دومره زیاتې شوې دي چې ځینې وخت لوستونکي په معنا پوهېدلای نه شي. دا کار د ژبې کره لیکلو فرهنګ ته جدي زیان رسوي.
دویم زیان: د ژبې د ښکلا له منځه تګ
پښتو ژبه د خپلو ښکلو الفاظو او قواعدو له مخې په نورو ژبو کې ځانګړی ځای لري. خو کله چې خلک په دې رسنیو کې ناسمه املا کاروي، نو د ژبې ښکلا او ارزښت له منځه ځي. په ځانګړې توګه، ځوان نسل چې له ټولنیزو رسنیو څخه ډېره استفاده کوي، له همدې ناسمو لیکنو اغېزمن کېږي.
درېیم زیان: د نسلونو ترمنځ فاصله
زموږ مشران تل هڅه کوي چې پښتو په کره ډول ولیکي او زده کړي، خو د ټولنیزو رسنیو کارونکي ځوانان د املا او قواعدو مراعات نه کوي. دا چاره د نسلونو ترمنځ د ژبې د استعمال په طرز کې فاصله رامنځته کوي، چې د راتلونکو نسلونو لپاره د ژبې دوام له خطر سره مخ کوي.
څلورم زیان: د نړیوال اعتبار کمېدل
د پښتو ژبې د نړیوال حیثیت ساتنه د ټولو پښتنو ګډ مسوولیت دی. که چېرې موږ په رسمي یا غیر رسمي بڼو کې د ژبې املا ته پام ونه کړو، نو دا به د نړیوالو څېړونکو او ژبپوهانو لپاره زموږ ژبه بې ارزښته ښکاره کړي.
په ټولنیزو رسنیو کې د پښتو کره لیکنه باید د هر پښتون اخلاقي مسوولیت وګڼل شي. د ژبې وقار، قواعد، او ښکلا هغه وخت ساتل کېدلای شي چې موږ په خپلو لیکنو کې د املا او قواعدو اصول په جدي توګه عملي کړو.
منبع:
• نیازي، ا. (2021). د ټولنیزو رسنیو اغېزې پر پښتو ژبه. پېښور: پښتو اکاډمي.
• فاروقي، ش. (2019). د پښتو کره لیکنې اړتیاوې. کابل: ادبي ټولنه.
لیکونکی: عمر صدیق
پښتو ژبه ناسمه یا په غلطه املا لیکل – ټولنیز او klklادبي زیانونه
پښتو ژبه زموږ د کلتور او پېژندنې مهمه برخه ده. د یوې ژبې ښکلا او ځواک په هغې کې د کره والي او سموالي سره تړلی وي. کله چې په یوه ژبه کې ناسمه یا په غلطه املا لیکل دود شي، نو نه یوازې د ژبې په ادب، بلکې په ټولنیزو او تعلیمي چارو کې هم جدي زیانونه رامنځته کېږي.
لومړی زیان دا دی چې غلطه املا د ژبې قواعد ګډوډوي. کله چې د یو لفظ یا جملې املا ناسمه وي، نو لوستونکی په معنی پوهېدلای نه شي. په پایله کې، د لیکنې اصلي موخه چې د پوهې شریکول دي، له منځه ځي.
دوهم زیان دا دی چې دا کار د ادب پرمختګ ته خنډ جوړوي. که یو شاعر یا لیکوال خپل اثار په غلطه املا ولیکي، نو د هغوی اثار د راتلونکو نسلونو لپاره ارزښت نه لري. ادبي اثار یوازې هغه وخت د تل لپاره پاتې کېږي چې کره لیکل شوي وي.
بل خوا، په تعلیمي چاپېریال کې د غلطې املا استعمال د زده کوونکو لپاره لوی خنډ دی. زده کوونکي هغه څه زده کوي چې یې په کتابونو او ښوونکو کې ویني. که هغوی ناسمې املاوې زده کړي، نو د هغوی لیکلو او لوستلو وړتیاوې کمزورې کېږي.
له ټولنیز پلوه، ناسمه املا د یوې ژبې د ګډ هویت پر وړاندې ګواښ دی. هغه خلک چې د پښتو ژبې اصول او املا نه مراعتوي، د دې ژبې د ارزښت او نړیوال حیثیت پر وړاندې خنډ ګرځي.
په پای کې، د یوې ژبې املا یوازې د لیکلو موضوع نه ده، بلکې دا د یوې ژبې وقار، ادب او کلتور ساتي. نو هر پښتون باید هڅه وکړي چې خپلې لیکنې په کره او سمه املا ولیکي، ترڅو پښتو ژبه په نړیواله کچه وځلیږي او راتلونکو نسلونو ته په ښکلې بڼه ورسېږي.
مننه!
د سرو زور خبرې
دا ماشوم لس كلن دی
ښځه
یو پروفیسور خپلو زده کوونکو ته د بازار موندنې په اړه تشریح کوي چې دوی ته د حقیقت خندونکي مثالونه وړاندې کوي
خور یعنې څه
خور یعنې څه
لاسونه یې شاته نیولي وه
په یو لاس کې مڼه او بل لاس یې خالي وه
ويي ویل!
لالا کوم لاس غواړې
شاته یې هنداره وه
ما یې لاسونه په هنداره کې لیدل
تش لاس مې انتخاب کړو
مڼه یې د یو لاس څخه بل لاس ته واړوله
په خندا شوه راته یې وویل
ونیسه لالا ودې ګټله
#د خویندو قدر وکړئ خویندې د مور پسې دوهم هغه څوک ده چې ریښتینې مینه درسره کوي
بخښنه که بښنه؟
ډېری کسان د لیکلو پرمهال د دې توپیر نه شي کولی چې کوم سم دی. بخبښنه، په اصل کې « بخ او ښنه بېلې ماناوې لري، بخ د بختیال مانا ور کوي او ښنه ...
-
لیکونکی: عمر صدیقي نېټه: 10/12/2024 پښتو ژبه او په ټولنیزو رسنیو کې ناسمه املا – یو نوي ګواښ په تېرو څو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو لکه فېسبوک...
-
خور یعنې څه لاسونه یې شاته نیولي وه په یو لاس کې مڼه او بل لاس یې خالي وه ويي ویل! لالا کوم لاس غواړې شاته یې هنداره وه ما یې لاسونه پ...